د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر: د یو ملي او خپلواکه پوځ پر جوړولو کار روان دی

د وسله‌والو طالبانو یو کاروان

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر وایي، د یوه ملي او خپلواک پوځ پر جوړولو کار کوي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد تېر ماخوستن رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او هوایي حریم خوندي کړي.

یعقوب ویلي: "موږ دا قصد کړی دی چې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې یو داسې خپلواک او ملي پوځ جوړ کړو چې په لوړ مورال سره د دې خاورې ساتنه وکړي، موږ کوشش کوو د افغانستان اسلامي امارت پوځ په پرمختللو وسلو سمبال کړو، د ځمکنۍ وړتیا ترڅنګ به هوایي برخه کې هم لوړ مقام ولري."

د طالبانو د کابینې دغه غړي یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چاته زیان پېښ نه‌شي.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر نه‌دي ویلي چې د پوځ په جوړښت کې د پخواني حکومت پوځیانو ته ونډه ورکوي او که نه، خو مخکې یې ځینو چارواکو ویلي چې هغه پوځیان هم بېرته کارته غواړي.