د هلمند چارواکي: د لښکرګاه ویجاړشوي پلونه او پلچکونه بیا جوړیږې

ارشیف، یو ویجاړ شوی پُل

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ښاروالۍ له لوري د هغه پلونو او پلچکونو د بیارغولو چارې پیل شوي، کوم چې د تېر جمهوري نظام پرمهال وسله والو طالبانو د افغان پوځ د له منځه وړلو لپاره په ماینونو الوځولي وو.

د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار وویل چې یاد پلونه او پلچکونه د ښاروالۍ په بودجه رغول کېږي.

نوموړي د هغه پلونو او پلچکونو شمېر یاد نه کړ، کوم چې دوی یې د بیارغولو هوډ کړی، خو وايي، لومړی هغه پلونه او پلچکونه رغوي کوم چې د خلکو تګ راتګ پرې زیات وي: "موږ هر پلچک ډیزاین کړی او لنډ وخت کې به یې کارونه پیل شي او د دې ترڅنګ ځینې پلچکونه لا هم جوړ شوي دي او پر ځینو نور کار روان دی، کوښښ کوو چې ټول ورغوو."

ښاغلی ابشار زیاتوي، دوی د لښکرګاه ښار د هغه سړکونو د بیارغولو چارې هم پیل کړي کوم چې تخریب شوي دي.

بل خوا بیا د لښکرګاه ښاریان د ښاروالۍ د مسوولینو د دغه کار ستاینه کوي.

دوی وایي، که یاد پلونه او پلچکونه بېرته ورغول شي، نو په وینا یې د ترافیکي پېښو مخنیوی به وشي او همدا راز د ښاري نظم په برخه کې به اغېرمن تمام شي.

د لښکرګاه ښار یو تن اوسیدونکی احمد شاه یې په اړه وايي: "که ښار کې د ورستیو جګړو پرمهال هغه پلونه او پلچکونه چې په بمونو الوزول شوي هغه جوړ شي دا د ښار د ښکلا ترڅنګ به د تلونکو او راتلونکو وسایطو لپاره ډېر ګټور تمام شي."

د دې ښار بل اوسیدونکی نبي والله هم ورته نظر لري: "موږ زیات خوشحال یو چې ببا د بیارغونې کارونه وینو، زموږ غوښتنه دا ده چې نورې ویجاړې شوې سیمې دې هم بېرته ورغول شي."

د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین په داسې وخت کې د ویجاړو شوېو پلونو او پلچکونو د جوړولو خبر ورکوي چې د دې ولایت نورو سیمو کې د تېرو جګړو پرمهال په لسګونه روغتیایي مرکزونه، ښوونځي، لوی پلونه، عامه تاسیساتو ته لوی زیان اوښتی او ځینې خو یې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.