داعش د کابل په شمال کې د برېښنا پر یوې ستنې د برید پړه ومنله

یوه ویجاړه شوې پایه

اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل په شمال کې د بریښنا پر یوې ستنې د حملې مسوولیت ومانه.

د دې برید په نتیجه کې د پنجشنبې له ماښام راهیسې د کابل او څو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې اسلامي دولت ډلې پر خپله ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی.

په بیان کې راغلي دي چې د دې ډلې وسله والو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د لوړ ولتاژ برېښنا یوه ستن په چاودېدونکو موادو والوزوله.