بې برېښنا کابل؛ خلک: طالبان دې د برېښنا د ستنو امنیت خوندي کړي

ارشیف، د برېښنا یوه الوځول شوې ستنه

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، له تېرو دوه شپو او ورځو راپه دېخوا برېښنا نه لري او تیارې شپې تېروي.

دوی وایي، د برېښنا د ستنو الوځولو یې اندېښنې زیاتې کړي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د دا شان اعمالو مخه ونیسي.

د کابل ښار اوسېدونکو مسعود او حاجي غلام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له تېرو دوو ورځو شپو برېښنا نه لرو، حیران یو چې بیا څوک د برېښنا ستنې نړوي، زموږ دا ستونزه خو هېڅ حل نه شوه.

-اوس باید د طالبانو حکومت د برېښنا د ستنو امنیت ونیسي او هغه کسان هم چې دا ستنې نړوي ودې نیول شي چې بیا د ستنو د الوځولو شاهدان ونه اوسو دا ډېره ستره ستونزه ده."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ قلعه مراد بېک سیمه کې د چاودېدونکو توکو په وسیله د وارداتي برېښنا یوه ستنه نړول کېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت د کابل ښار او په دې مسیر د ولایتونو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د نن ورځې تر پایه به د وارداتي برېښنا مزي بېرته ونښلول شي او برېښنا به جریان پیدا کړي.

د دې شرکت د رسنیو د برخې مسؤل احمد مسعود نیکزاد ازادي راډیو ته وویل: "د کابل په قلعه مراد بیک کې چې د برېښنا کومه ستنه د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا ویجاړه شوې وه ، د نن ورځې تر پایه پورې به یې د ۲۲۰ کیلو واټه وارداتي برېښنا یو سرکېټ وصل شي."

خو نوموړي، ونه ویل چې د برېښنا دا ستنه د چا له خوا الوځول شوې وه.

ښاغلي نېکزاد په امنیتي سکتور او د افغانستان په خلکو غږ وکړ چې له دغه شرکت سره د برېښنایي پایو د امنیت په خوندیتوب کې مرسته وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې بیا تکرار شي.

بې برېښنا کابل

څو ورځې وړاندې د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د وارداتي برېښنا په یوه پایه کې د تخنیکي ستونزې له امله د کابل برېښنا قطع شوې وه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې قضیې په تړاو یې څو تنه نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي: "موږ هڅه کوو د پایو امنیت تضمین کړو او ځایي خلک په دې برخه کې زموږ سره مرسته کوي. له استخباراتي پلوه هم موږ کار کوو چې د وارداتي لاین او پایو امنیت تضمین کړو او اجازه ورنه کړو چې دا ډول پېښې بیا تکرار شي."

ښاغلي خوستي وویل، حکومت په دې برخه کې جدي دی او نور اجازه نه ورکوي، او نور به چاته د دې کار اجازه ورنه کړي.

هاخوا د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل په شمال کې د برېښنا پر یوې ستنې د حملې مسوولیت منلی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې اسلامي دولت ډلې پر خپله ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی.

په دې اړه نور: داعش د کابل په شمال کې د برېښنا پر یوې ستنې د برید پړه ومنله

په بیان کې راغلي چې د دې ډلې وسله والو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د لوړ ولتاژ برېښنا یوه ستن په چاودېدونکو موادو والوزوله.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمني مخکې هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له دېرشو زیاتې ستنې الوځول شوې وې چې له امله د کابل او ولایتونو اوسېدونکو په ورځو او شپو برېښنا نه درلوده.

په افغانستان کې د برېښنا ستنو د الوځولو موضوع خلک اندېښمن کړي او حکومت یې د امنیت په ټېنګښت کې پاتې راغلی بولي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان ۷۷ سلنه برېښنا وارداتي ده چې له تاجکستان، ازبېکستان او ایران څخه وارداېږي او پاتې نوره هغه له کورنیو سرچینو لاس ته راځي.