سور صلیب: که له ژمي مخکې افغانانو سره مرستې ونه شي وضعیت لا خرابېږي

کابل کې افغان کډوال

د سره صلیب نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې که له افغانستان سره د ژمي له را رسېدو مخکې مرسته ونه شي نو وضعیت به تراوسه هم خراب شي.

په جنیوا کې د سره صلیب د مرکزي دفتر ویاند نجم اقبال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال باید له افغانانو سره د مرستې په برخه کې پر یوه پلان سلا شي کنه افغانستان ښايي له ناوړه حالت سره مخامخ شي: "وخت ډېر ټاکونکی دی. که نړیواله ټولنه او مرستندویې موسسې د افغانستان اړتیاوو ته وخت ته په پام سره ځواب ونه وايي او دا یقیني نه کړي چې خلک د خپلې اړتیا وړ شیان ترلاسه کوي، نو فکر کوم چې تردې د سخت حالت لپاره باید چمتو واوسو."

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رییس رابرت ماردیني پرون وویل، افغانانو ته د اساسي خدماتو د رسولو په چاره کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ خورا مهم دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سخت ژمی را روان دی، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اقتصادي فعالیتونو څرخ تقریباً درېدلی او د افغانستان خلک له فقر او بې وزلۍ سره لاس ګرېوان دي.