عربستان تر ۲۰۶۰کاله د مضرو ګازونو د تولید کچه صفر ته رسوي

ارشیف؛ چین

د تېلو لوی تولیدوونکی سعودي عربستان نن اعلان وکړ چې په پام کې لري تر ۲۰۶۰میلادي کاله پورې د مضرو ګازونو د تولید کچه صفر ته ورسوي.

سعودي له دې اعلان سره د هغو سلو هېوادونو په کتار کې راغی چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په مقصد په نړیوالو هڅو کې شامل دي.

دا اعلان نن شنبه (د لړم په ۱ نېټه) ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان د چاپېریال د پاکوالي د نوښت په نوم د سعودي لومړني کنفرانس ته په خپله لنډه ویناکې وکړ.

سعودي عربستان دا اعلان د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې د اقلیم په اړه د یوه مهم نړیوال کنفرانس له پیل نژدې یوه اوونۍ مخکې کوي.

په دې غونډه کې چې د نړۍ د دولتونو مشران به ګډون په کې وکړي د ځمکې د تودوخې او له دې کبله د رامنځته شوېو ستونزو په اړه بحثونه په پام کې دي.