کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو له مرکزه ۱۴۵ تنه فارغ شول

ارشیف؛ هلکان د حرفوي زده کړو پر مهال

په کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو له مرکزه ۱۴۵ تنه فارغ شول. دغو کسانو د کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوژۍ، انګلیسې او نورو برخو کې زده کړې کړي دي.

یاد کورس د شوکت زماني په نوم د بهر میشتي کونړي سوداګر له خوا څلور کاله وړاندې جوړ شوی دی، اوس مهال په کې په سلګونو کسان په زده کړو بوخت دي.

په کونړ کې د فرصت وړیا زده کړو مرکز مسوول احسان الله احساس ازادي راډیو ته وویل: "څلور کاله کېږي چې د کونړ په مرکز اسعداباد، وټه پور او خاص کونړ ولسوالیو اړوند په درېیو روزنیزو مرکزونو کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکوي او نن ترې ۱۴۵ تنه فارغ کړل دغه تول علمي فعالیتونه موږ د بهر میشتي افغان سوداګرو شوکت زمانې د مرستو پر مټ کوو."

د هغه په خبره چې افغانستان کې د راغلي بدلون په وړاندې يې د نجونو لپاره هم د حرفوي زده کړو،کانکور ته د چمتوالي، انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړو کورسونه درلودل او د حالاتو برابرېدو سره هوډ لري چې هغه به هم بېرته فعاله کړي.

احساس زیاتوي: "اوس مهال موږ د فرصت مرکز کې د کمپیوتر، انګلیسي ژبې، حرفوي زده کړو، ویناوالۍ او خطاطۍ په برخه کې ټولګي لرو. د نجونو لپاره موږ پخوا د حرفوي زده کړو او نورو برخو کې ټولګي لرو، خو هېواد کې د نوي بدلون سره هغه بند شوي او کله چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، نو دوی هم چمتو دي چې خپلو مرکزونو کې د نجونو لپاره هم ټولګي بېرته پرانيزي."

د فرصت وړیا زده کړو مرکز څخه فارغ شوي کسان وايي، دا ورته لوي غنیمت و چې په وړیا ډول يې پوره دوه کاله زده کړې وکړې.

د دوی په خبره چې له شخصي کورسونو او د زده کړو له مرکزونو د سوداګرۍ دوکانونه جوړ شوي، فیسونه يې لوړ او درسونه يې په نشت حساب دي.

په کونړ کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د شوکت زمانې په مالي مرسته جوړ شوي د فرصت له مرکزه يې شااوخوا ۷۰۰۰ زده کوونکي د کانکور چمتوالي او نورو کورسونو څخه فارغ شوي او دغه مرکز دوی سره د پوهې د پرمختګ په برخه کې ډېره مرسته کړې.

د فرصت وړیا زده کړو کورسونه د کونړ سربېره په ارزګان، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې هم شتون لري چې په زرګونو غریبو او بې وسو زده کوونکو ته يې د وړیا زده کړو د حصول زمېنه برابره کړې ده .