د کابل ښاریانو شکایت: کابل کې د تیلو بیې لوړې شوي

آرشیف

په کابل ښار کې یو شمېر تېل پلورونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

دوی نن ازادي راډیو ته وویل چې د یو لیتر پترولو بیه ۷۲ افغانۍ او د یو لیتر ډیزلو بیه ۶۴ افغانیو ته لوړ شوې ده.

د کابل ښار د پُل پاد شاه په نوم د تېلو د یو ټانک مشر حاجي خان ازادي راډیو ته وویل چې یو کیلوګاز هم په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي او له همدې امله دوی هېواد ته ګاز نه شي را واردولی چې پر خلکو یې وپلوري.

حاجي خان د سونګ توکو د بیو د لوړوالي لاملونه په بانکي سیستمونو کې ستونزې او افغانستان ته د تېلو او ګازو د وارداتو کمېدل یاد کړل.

د نوموړي په خبره، د دې لپاره چې دوی نه شي کولی ډېرې پیسې له بانکونو واخلي واردات یې هم کم شوي دي.

حاجي خان وایي، په دې اړه دوی څو ځلي له اړونده چارواکو سره خبرې کړي او هغوی ورسره ژمنې کړي چې دا ستونزې به یې حل کړي.

له دې سره د کابل ښار یو شمېر موټر چلوونکي هم د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وایي چې د طالبانو په راتګ سره د تېلو د بیو د لووالي له امله د دوی کار او بار هم له سقوط سره مخ شوی دی.

تېل پلورونکي وایي، د یو لیتر پترولو بیه مخکې ۴۳ افغانۍ او د ډیزلو هم ۴۰ افغانۍ وه او یو کیلو ګاز بیا پر ۴۰ افغانیو پلورل کېده چې اوس دا بیې په بې سارې توګه لوړې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي بیا، د تېلو او ګازو د سوداګرو د ستونزو د هواري خبره کوي.