روسيې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تطبیقات پیل کړي

د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تطبیقات

روسي او تاجکستاني ځواکونو پرون د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد ته نژدې پوځي تمرینات ترسره کړل.

د تاجکستان دفاع وزیر شېرعلي میرزا د دې تطبیقاتو په اړه وویل چې د افغانستان وضعیت دوی داسې تطبیقاتو ته اړ کړي دي،

میرزا وویل: "د پراخو تمریناتو پرېکړه په ګاونډي افغانستان کې د ژور بدلون له کبله وشوه، هلته د نړیوال ائتلاف له وتلو وروسته د پام وړ ناوړه تغیرات راغلي دي."

دا تطبیقات د افغانستان له پولې شل کیلومتره لېرې د مامیرک په سیمه کې وشول.