سور صلېب: د افغانستان په بشري ناورین پسې یوازې نه شو رسیدلی

د جګړو له امله داخلي بې ځایه شوي

د سره صلېب نړیواله کمیټه وایي، په یوازې سر نه شي کولی چې د افغانستان په بشري ناورین پسې ورسیږي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د دې کمېټې عمومي رئیس رابرت ماردیني پرون وویل، خلکو ته د اساسي خدماتو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې له لوري د ۲۸ ټنو یو بار چې درمل په کې دي کابل ته ورسېدل.

د کړکېچونو د مخنیوي لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر یینز لینا رچیچ وویل، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا د بشري مرستو درېیمه بسته ده چې د هوایي دهلیز له لارې افغانستان ته استول کیږي.