د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه بله بسته کابل ته واستول شوه

ارشیف، د کابل په هوايي ډګر کې بشري مرستې

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه بله بسته، د هوايي دهلیز له لارې کابل ته واستول شوه.

په دې بسته کې ۲۸ ټنه درمل دي چې افغانستان ته له روغتیايي بحران سره د مبارزې د هڅو په هدف استول کېږي.

د کړکېچونو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر یینز لینارچیچ وویل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا د بشري مرستو درېیمه بسته ده چې د هوايي دهلیز له لارې دې هېواد ته استول کېږي.

له اروپا د هوايي دهلیز له لارې د مرستو ترلاسه کول د روغتیا نړیوال سازمان WHO او نورو مرستندویو ټولنو ته دا امکان برابروي چې اړو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.