پوتین: د سختدریځه ډلو له لېسته د طالبانو پر لېرې کولو غور کوو 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو د سختدریځه ډلو له لېسټه د طالبانو پر لېرې کولو غور کوي.

نوموړي دا خبره پرون د والدای بحث کلب په غونډه کې کړې ده.

پوتین ویلي، افغانستان باید اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او ټولې کنګل شتمنۍ یې باید ازادې شي ځکه چې په هغه جګړه ځپلي هېواد کې ثبات د ټولو ګاونډیو په ګټه دی.

طالبان په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دي، خو تر څنګ یې د طالبانو لپاره د ځینو نړیوالو ناستو کوربه توب هم کوي.

په مسکو کې همدا چهارشنبه د طالبانو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازیو ناسته وشوه.

د چین، پاکستان او اتو نورو هېوادونو د استازیو په ګډون د مسکو غونډې په پای کې په وروستي بیان کې راغلي، له دې سره-سره چې نړیوالې ټولنې نوی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له افغانستان سره د عملي رابطو لپاره د دې نوي واقعیت په پام کې نیول اړین دي چې طالبان اوس پر هېواد واکمن دي.