ناټو: افغانستان به نن جمعه هم د غونډې په اجنډا کې شامل وي

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه، پرون په بروکسل کې پیل شوه

د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان به نن جمعه (د تلې ۳۰مه) د دې تړون د دفاع وزیرانو د غونډې په اجنډا کې شامل وي.

ینس سټولټنبرګ پرون وویل، ناټو به د دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي، د طالبانو پر وړاندې له ډپلوماټیکو او سیاسي فشارونو کار واخلي.

د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه، پرون په بروکسل کې پیل شوه او نن هم دوام کوي.

د دې تړون سرمنشي ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د غونډې په څنګ کې وویل: "موږ به طالبان د ترورېزم، بشري حقونو او له کابله د خلکو د ایستلو لپاره د لارې د ورکولو په برخو کې طالبان د خپلو ژمنو مسوول وګڼو."

ده د دې خبرې د کولو ترڅنګ چې افغانستان به د ناټو د دفاع وزیرانو د نننۍ غونډې په اجنډا کې هم شامل وي، وویل، هغه درسونه به وارزول شي چې د افغانستان له شل کلن ماموریته زده شوي دي.