سټولټنبرګ: غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان کې لاسته راوړنې له‌منځه نه‌ځي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې له‌منځه نه‌ځي.

ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې نن پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې له پیل مخکې وکړې.

ده زیاته کړه، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان د ترورېزم سره د مبارزې، د بشري حقونو د ساتنې او بهر ته د تلونکو افغانانو د خوندي لېږد په برخه کې ژمن پاته شي.

د ښاغلي سټولټنبرګ په خبره د نن او سبا په غونډه کې به د ناټو دفاع وزیران د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پر امنیت خبرې وکړي.