فراه کې سوداګرو د ۵۰۰ معتادينو د درملنې لپاره مالي مرسته کړې

ارشیف؛ معتاد

طالبانو د فراه ولايت په مرکز کې د معتادينو راټولولو په لړ کې ۵۰۰ معتادین راټول او د دې ولايت زندان ته ولېږل.

په داسې حال کې چې د فراه ولايت د معتادينو د درملنې ډېری مرکزونه د درملو او خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخ دي، سوداګرو د خپلو مالي مرستو له لارې ۵۰۰ معتادينو ته د درملنې او خوړو امکانات برابر کړي دي.

د فراه ولايت د سوداګرو د ټولنې استازي حاجي عبدالقدير ازادي راډيو ته وويل، دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي او د نورو معتادينو لپاره هم د درملنې اسانتياوي برابرې کړي.

عبدالقدیر زیاتوي: "د دې لپاره چې په فراه ولايت کې فساد او نشو ريښې له بېخه وباسو، سوداګرو پرېکړه وکړه چې د خپل وس او توان په اندازه مرسته وکړو، تراوسه مو دوه لکه او شل زره افغانۍ راټولې کړي او امنيه قوماندانۍ ته مو سپارلي دي، انشاءالله چې زموږ مرستې به دوام ولري، د تېلو د ټولنې مرسته لا پاتې ده، موږ هڅه کوو چې دامرستې دوام ولري. "

د فراه ولايت د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو ځينې چارواکي وايي چې د دې ولايت د معتادينو د درملنې د مرکزونو کاري ظرفیت ته په کتو سره، دوی نه شي کولی چې په اوونۍ کې تر سلو ډېر معتادين راټول او په خپلو مرکزونو کې بستري کړي.

عبدالرازق او جمعه خان دوه هغه معتادين دي چې د فراه ولايت زندان ته تازه وړل شوي، دوی خوښ دي چې د درملنې اسانتياوي ورته برابرې شوي دي.

عبدالرزاق وایي: "موږ يې د اعتیاد د درملنې لپاره راوستلي يو، موږ ډېر خوشحاله يو، په تېره بيا دا چې دوستانو زموږ د درملنې لپاره مرسته وکړه، که د معتادينو لپاره د درملو چاره هم وشي ډېر به ښه شي."

فراه کې یو شمېر معتادین

جمعه خان زیاتوي: "دې روغتون ته راغلم او دا ځل مې کلک هوډ کړی چې نشه به پرېږدم، ځکه چې له دې عمله مې ښه ورځ نه ده ليدلې، د نشو له امله مور له زويه او زوی له موره جلا کېږي، دا داسې يو بد عمل دی چې څوک له خپل نژدې دوست څخه هم پردی کوي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، نشه يي موادو غوښتنې کمولو رياست سرچينې وايي چې په مرکز او ولايتونو کې د معتادینو راټولولو پروګرام د دوی په همغږۍ نه عملي کېږي.

د دې رياست په وينا، د دې روغتيايي مرکزونو امکانات لږ دي، معتادین د دې پرځای چې د معتادينو په روغتيايي مرکزونو کې بستري کړل شي، زندانونو ته وړل کېږي.

د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول عارف عديل وايي، دا معتادين يې ځکه راغونډ کړي او زندانونو ته وړي چې ټولنيزې اوجنايي ستونزې يې جوړې کړي وې.

عدیل زیاتوي: "کله چې د فراه د خلکو د غلاوو او ځورونې په اړه موږ ته شکايتونه ورسېدل، د فراه امنيه قوماندانۍ پرېکړه وکړه چې ډېر معتادين راټول کړو، د يوې اوونۍ په جريان کې مو له فراه ښاره نژدې پنځه سوه معتادين راټول کړي چې اوس يې د روغتيا له مخې پالنه کېږي او دا بهېر به په قاطع او جدي ډول دوام ولري. "

پخوا به په کابل او ولايتونو کې هره اوونۍ د معتادینو روغتيايي مرکزونو مالي او روغتيايي امکاناتو ته په کتو سره معتادين راټولېدل او هره اوونۍ به له سلو نيولې بيا تر درې سوه پورې معتادين په روغتيايي مرکزونو کې بستري کېدل.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان-فیچر