د مسکو غونډې پای; هیڅ هیواد طالبان په رسمیت ونه پېژندل

د مسکو غونډه، هلته تللی طالب پلاوی

روسیې پر طالبانو فشار زیات کړ چې یو ټولشموله حکومت چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په کې ځان پیدا کوي، جوړ کړي.

روسیې دا فشار پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه نېټه) د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه کې پر طالبانو راووست. په دې غونډه کې د پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو د طالبانو له چارواکو سره برخه واخیسته.

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ماتې او بشري بحران سره مخامخ دی، مسکو پر نړیوالو غږ وکړ چې د کابل ملاتړ وکړي او اندېښنه یې څرګنده کړه چې هر راز ماتې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخوي.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف وویل، هېڅوک له دې سره دلچسپي نه لري چې یو بشپر دولت چې د ګډو ګټو له خپلواکو هېوادونو سره سرحد لري، یو مخ فلج شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په دې برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه: "موږ په دې باور یو چې د دې وخت را رسیدلی دی چې د نړیوالې ټولنې سرچینې په کار واچوو چې کابل ته اغېزمنې مالي او اقتصادي بشري مرستې وړاندې کړو، څو د بشري ناورین او د کډوالۍ د بهیر مخه ونیسو."

روسیې پر طالبانو فشار زیات کړڅو افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

وروسته تردې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي روسیې دا غونډه جوړه کړه چې د ځینو کتونکو په باور هدف یې په سیمه کې د خپل اغېز زیاتول دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وروسته تردې چې طالبان په اګسټ کې بریالي شول دا په سیمه کې تر ټولو ستره غونډه وه خو په دې غونډه کې د متحد ایالاتونو پر نه ګډون خوابدی دی.

لاوروف د طالبانو په باره کې چې د خپل دپلوماتیک مشروعیت په لټه کې دي، نرمه لهجه وکاروله. ده په لویدیځ کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان انزوا د هېچا په ګټه نه ده

خو مسکو د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو ته لېوالتیا ښکاره نه کړه.

ده له طالبانو وغوښتل چې بشري حقونه رعایت کړي او پراخ بنسته حکومت جوړ کړي.

د طالبانو د پلاوي مشر د دوی د رژیم د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان انزوا د هېچا په ګټه نه ده او د دوی اوسنی حکومت هم د ټولو افغانانو استازیتوب کوي: "حکومت اوس هم په افغانستان کې ټولشموله دی، تاسو پوهېږئ چې نژدې پنځه سوه زره مامورین له موږ سره کار کوي دوی ټول د پخواني حکومت کسان دي."

بل لور ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف څرګنده کړه چې د طالبانو استازیو ژمنه کړې ده چې د حکومتدارۍ او د بشري حقونو د ښه کېدو په برخه کې به کار وکړي، خو کابلوف زیاته کړه چې موږ دې ته انتظار یوو.