په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنه

Your browser doesn’t support HTML5

مسکو نن چهارشنبه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغې غونډې ته ووېل چې د افغانستان وضعیت با ثباته نه دی او مسکو په دې اړه اندېښنه لري چې د القاعده په ګډون تروریستي ډلې بیا په دغه هیواد کې سر راپورته نکړي. په دغه غونډه کې د طالبانو او لسو نورو هېوادونو استازو ګډون کړی.