فوټبال؛ یوسف کارګر د ۲۳ کلنې افغان لوبډلې له تمریناتو لیدنه وکړه

د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر

د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر د فوټبال د ۲۳ کلنو د ملي لوبډلې له تمریناتو لیدنه وکړه.

دا لوبډله په اسیايي اتلولیو کې مقدماتي لوبو کې د ګډون لپاره تیاری نیسي.

ښاغلي کارګر وايي، د افغانستان شرایطو ته په کتو سره لازم تدابیر نیول شوي چې د افغانستان د فوټبال دا لوبډله بحرین ته ولېږي.

د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو څخه ښکته لوبډله به په سي ګروپ کې له بحرین، مالدیف او عراق لوبډلو سره لوبې وکړي.

دا لوبې به د اکتوبر په ۲۷ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېتې به دوام وکړي.