د ګډو ګټو امنیتي تړون غړو د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پيل کړي

د افغانستان پولې ته نږدې روسي ټانګونه 

د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړو هېوادو په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پيل کړي دي.

د دې تمریناتو هدف، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د ترورېستي فعالیتونو مخنیوی یاد شوی دی.

په دې تمریناتو کې تر پنځه زره ډېرو سرتېرو له سلګونو هوایي او ځمکنیو پوځي تجهیزاتو سره برخه اخیستې ده.

د دې عسکرو نیمایي روسان دي.

د ګډو ګټو د امنیتي تړون مشري روسیه کوي او په دې کې تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بلاروس هم شامل دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د داعش شااوخوا دوه زره وسله‌وال په افغانستان کې فعاله دي او د دوی مشران هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاره وکړي.