له طالبانو د ایران ولسمشر غوښتنه: د داعش په وړاندې جدي ګامونه پورته کړئ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د طالبانو له حکومت غوښتي چې د داعش/اسلامي دولت ډلې په وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

رئیسي پرون په یوه مرکه کې چې د ایران دولتي ټلوېزیون خپره کړې د داعش له‌خوا په افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره ویلي: "د افغانستان له حاکمانو غواړم د هغو جنایتونو په وړاندې چې داعش په افغانستان کې ترسره کوي او مسلمانان وژني ودرېږي او پوه شي چې که نن د داعش په وړاندې جدي ګام پورته نه‌شي او داعش په سیمه کې له‌منځه لاړ نه‌شي، د ګڼو هېوادونو لپاره به سرخوږی جوړ کړي. جنایتونه به وکړي او زموږ راتلونکی به په سیمه کې ډېر خرابه وي."

رئیسي داسې وخت د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې چې دې ډلې په وروستیو لږ تر لږه دوو میاشتو کې د افغانستان د درېیو لویو خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

لومړی د اګسټ په ۲۶مه د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ځانمرګی برید و چې ۱۸۰ کسان‌یې ووژل. دوهم او درېیم برید دا وروستۍ دوه اوونۍ په کندز او کندهار کې د شیعه‌ګانو په جوماتونو وو چې داعش‌یې مسؤلیت ومانه.

دغو بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر خلک ټپیان شول.

خو طالبانو ویلي چې داعش په افغانستان کې مرکز نه‌لري او طالبان کولای شي د دې ډلې ګواښ له‌منځه یوسي.