کرونا؛ امنیستي انټرنېشنل: د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنېشنل وايي، د کرونا وبا په راتلو سره په نړۍ کې د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی.

دې سازمان د بیان ازادي او د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال ورته د متوجه ګواښونو راپور نن خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې دولتونو د کرونا وبا پر مهال انتقادي غږونه غلي کړي او محدودیتونه یې د وسیلې په توګه کارولي.

په راپور کې د بیان د ازادۍ په ارزښت بحث شوی ځکه د کره معلوماتو د شریکولو ازاد بهیر کولی شي چې د روغتیايي کړکېچونو پر مهال له ستونزو سره د مبارزې او مخنیونکو لارو کې اغېزمن تمام شي.