زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفی ورکړې.
بېګا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا اعلان وکړ.
بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې د ده په خبره لسیزې یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ.
Thank you to Ambassador Zalmay Khalilzad for decades of tireless service to the United States. Pleased to welcome Thomas West to the role of Special Representative for Afghanistan. @US4AfghanPeace
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) October 18, 2021
بلېنکن دا هم ویلي چې توماس ویسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده مخته وړي.
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت تر رسمي پای ته رسېدو شااوخوا دوه میاشتې وروسته خپله دنده پرېښې.
ښاغلی خلیلزاد ۲۰۱۸ کال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی و.
هغه له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري عمده تړون ته زمینه برابره کړه چې په نتیجه کې یې امریکا سږ کال د اګسټ تر پایه له افغانستانه ووتله.