پاکستان د ۱،۰۰۰ تنو افغان محصلینو پر مخ د تورخم دروازه پرانیزي

د تورخم دروازه

په کابل کې د پاکستان سفارت د شااوخوا زر تنو افغان محصلینو په مخ د تورخم دروازې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

دې سفارت بېګا یوه اعلامیه خپره کړې چې په دوو لېستونو کې د شااوخوا زرو تنو افغان محصلینو نومونه یاد شوي.

د سفارت د اعلامیې له مخې دغو افغان محصلینو وار دمخه له سفارت سره ځانونه ثبت کړي و او دوی اجازه ورکوي چې د خپلو درسونو د دوام لپاره پاکستان ته ننوځي.

د راپورونو له مخې د هغو زرګونه کسانو منځ کې چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي ګڼ شمېر محصلین هم شامل دي چې وايي له درسونو شاته پاتې دي، خو د پاکستان حکومت د ننوتلو اجازه نه‌ورکوي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو د تورخم او سپين بولدک لارې څو واره تړل شوي چې ورسره دواړو خواوو ته کسان ایسار پاتې دي.

په دې سربېره افغان سوداګر شکایت لري چې دا لارې د تجارتي مالونو د انتقال په مخه هم بندې دي او له امله‌یې سلګونه لارۍ چې په‌کې تازه مېوې بار دي د سپين بولدک له دروازې سره نږدې درول شوې دي.

دغو سوداګرو شکایت کړی چې که پاکستان ته د ورتلو اجازه ورنه‌کړل شي تازه مېوې به ټولې له‌منځه لاړې شي او له امله به‌یې ملیونونه ډالره تاوان وویني.