ځینو فعالانو د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ کمپاین پیل کړ

یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې

د ملالې یوسفزۍ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو فعالانو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ انلاین کمپاین پیل کړی دی.

زرقا یفتلي، شهرزاد اکبر او ملالې یوسفزۍ په یوه پرانیستي لیک کې چې په انلاین بڼه تر دې شېبې څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره کسانو لاسلیک کړی، د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي چې په وروستیو کې یې کابل ته هم سفر کړی و، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي چې طالبان ښايي په ټولو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي.

طالبانو تر اوسه په کندز، بلخ، سمنګان، ارزګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي.