یونېسف: تر پنځو کلونو کم عمره نږدې ۳۹ زره افغان ماشومانو درملنه شوې

په خوارځواکۍ اخته یوه افغان بستر ماشوم نه د یونېسف د یوه چارواکي لیدنه

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې یې تر پنځو کلونو د نږدې ۳۹ زره هغو کم عمره ماشومانو درملنه کړې چې له سختې خوارځواکۍ کړېدل.

دغې ادارې نن د ټویټر په یوه متن کې ویلي، په عین حال کې یې په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې دوه لکه ۳۷ زره کسانو ته د پاکو اوبو امکان برابر کړی دی.

یونېسف تر دې مخکې د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی و او ویلي یې و د خوارځواکۍ له امله نږدې یو ملیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.