د دوه فلم جوړوونکو لېږدوونکی فضايي کپسول د ځمکې په لور راروان دی

مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو

هغه فضايي کپسول چې یو ستورمزلی او دوه روسي فلم جوړوونکي په‌کې سپاره وو، په نړیوال فضايي تم‌ځای کې جلا شو او اوس د ځمکې په لور راروان دی.

کپسول نن (یکشنبه) سهار وختي جلا شو.

مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو نړیوال فضايي تم‌ځای ته د اکټوبر په ۵مه رسېدلي وو چې هلته په ۱۲ ورځو کې د چلېنج په نوم د یوې ډرامې د یوې برخې فلم واخلي.

په نړیوال فضايي تم‌ځای کې ۷ ستورمزلي پاتې دي چې دوه روسان، درې امریکایان، یو اروپايي او یو جاپانی دی.