هند د افغانستان پر حالاتو د غور لپاره کنفرانس جوړوي

ارشیف، د هند بیرغ

هند د افغانستان پر حالاتو او په دغه هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره کنفرانس جوړوي.

په دې سیمه‌ییز کنفرانس کې چې د هند د ملي امنیت شورا ترتیب کړی او د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په مشرۍ جوړېږي، د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همداراز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي.

دا کنفرانس راتلونکې میاشت جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د روسیې په بلنه په مسکو کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ شي.