د کرکټ نړیوال شل اووره جام نن په متحده عرب اماراتو او عمان کې پیلېږي

ارشیف، اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات

د کرکټ د نړیوال جام شل اووره مسابقې سر له نن یکشنبې په متحده عرب اماراتو او عمان کې پیلېږي.

لومړۍ مسابقه به نن د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د عمان او پاپوا-نیوګیني د ټیمونو ترمنځ وي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه د اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه پلان شوې چې لا یې سیاله لوبډله نه‌ده مشخصه شوې، خو دوهمه مسابقه به‌یې د اکټوبر میاشتې پر ۲۹مه له پاکستان سره وي.

افغانستان د دغو مسابقو لپاره په قطر کې هم تمرینات کړي دي.