نورستان کې پر ۱۵۷۲ بې وزلو او کډوالو خلکو خوراکي توکي وویشل شوې

نورستان کې له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د نورستان مرکز پارون او شااوخوا کلیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته نږدې ۱۶۰۰ بې وزله، کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته شوه.

په نورستان کې د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "د پارون اړوندو سیمو کې د ۱۵۷۲ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته کې هر یوه تن ته ۴۶ کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي او یو-یو کیلو مالګه شامله ده، موږ له ټولو نړیوالو د مرستو غوښتنه کوو."

د ښاغلي حق بیان په خبره چې که نورستان کې بې وسو خلکو سره د ژمي له را رسېدو او په دغه ولایت کې د واورو د ورښت پیل کېدو وړاندې مرستې ونه شي نو بیا ورته مرستې رسول ستونزمن شي.

کومو کسانو چې مرسته ترلاسه کړې پرې خوښ دي. دوی له نړیوالو مرستندویه ټولنو او موسساتو غواړي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه غرنی او لېرې ولایت دی چې ډېری خلک يې فقر سره مخ دي.