ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶م تر ۱۲مه د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

ارشیف، کابل کې د نجونو یو ښوونځی

د ملګروملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به له شپږمو تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې- یونیسف مرستیال مشر عمر عبدي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې لامخکې د نجونو لېسې پرانیستې دي.

ښاغلي عبدي وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، د دوی حکومت تر شپږم د پورته ټولګیو د نجونو د زده کړو د دوام لپاره پر یوه پلان کار کوي چې په یوه- دوو میاشتو کې به خپور شي.

ښاغلي عبدي وویل، د لوړو ټولګیو میلیونونه زده کوونکې نجونې له ۲۷ ورځو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او زیاته یې کړه چې دی له طالبانو غواړي چې دې برخه کې ان یوه ورځ ځنډ به هم افغانې نجونې د یوې بلې ورځې لپاره له ښوونځي څخه بې برخې کړي.

طالبانو په خپله تېر ځل واکمنۍ کې نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، خو دوه میاشتې کې چې بیا واکمن شول په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی چې د ښځو له تعلیم سره ستونزه نه لري.