طالبان: اریانا،کام ایر او 'پي.ای.اې' دې په عادي ډول الوتنې وکړي

کابل هوایي ډګر

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې اریانا افغان هوايي شرکت، کام ایر او PIA شرکتونه دې کابل ته او له کابله خپلې الوتنې په عادي ډول بیا پیل کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې PIA په خپلو چارو کې د طالب چارواکو د لاسوهنو په پلمه کابل ته الوتنې بندې کړې.

له دې مخکې طالبانو له PIA او کام ایر شرکتونو غوښتي و چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ټکټونو بیې دې چې درې زره ډالرو ته لوړې شوې وې، پخوانۍ کچې ته راټیټې کړي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر خپله رسمي فېسبوکپانه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخُندزاده پرون په کابل کې د پاکستان له سفیر او د هوايي شرکتونو د استازو په غونډه کې د دې الوتنو د عادي کېدو غوښتنه وکړه.

د بیان له مخې غونډې همدا راز پرېکړه وکړه چې د ټکټونو بیې باید بېرته عادي شي او زیاتوي چې د درې واړو شرکتونو استازي به په دې برخه کې کار وکړي.