پنټاګون: د اګسټ میاشتې برید کې د قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکوو

په کابل کې د اګسټ میاشتې برید

د امریکا دفاع وزارت وایي، د هغو لسو افغانانو خپلوانو ته تاوان ورکوي چې تېره اګست میاشت کابل کې د دوی بې پیلوټه الوتکې ووژل.

د کابل هوایي ډګر ته نژدې دا برید هغه مهال وشو چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه په وتلو وه او له هوایي ډګره د افغانانو د ایستلو عملیات روان وو.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، دوی له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي چې دې پېښه کې د وژل شوېو کسانو د کورنۍ پاتې غړي امریکا ته ولېږدوي.

کربي ونه ویل چې د وژل شوېو کسانو کورنۍ ته څومره پیسې ورکوي، خو زیاته یې کړه چې وژل شوي بې ګناه کسان وو او له داعش سره یې هېڅ ډول تړاو نه درلود.

لومړیو کې امریکایي چارواکو ادعا وکړه چې برید کې یې داعش وسله وال په نښه کړي، خو وروسته څرګنده شوه چې د څو ماشومانو په ګډون ملکي افغانان وژل شوي دي.