په کندهار کې د وروستي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست

په کندهار کې د شیعه مذهبو پر جومات برید

په کندهار کې د پروني خونړي برید مسوولیت د داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.

دغې سخت دریځې ډلې ادعا کړې چې پرون د جمعې لمانځه پرمهال د دوی دوو ځان مرګو بریدګرو د جومات دننه ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکی چوولي دي.

داعش پر خپل تلګرام چینل یوه اعلامیه کې ویلي، لومړني بریدګر د جومات په دروازه او بل په دننه کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د کندهار روغتیایي چارواکو ویلي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

تېره جمعه په کندز کې هم د شیعه مذهبو په یوه جومات کې ورته برید لسګونه کسان ووژل چې د هغې مسوولیت هم داعش پر غاړه واخیست.

داعش دا بریدونه داسې مهال کوي چې د طالبانو د حکومت چارواکي دا ډله د ځان لپاره لوی سرخوږی نه بولي او وایي د له منځه وړلو لپاره یې لاس په کار شوي دي.