د بشري حقونو سازمان: ترکيې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی

ارشیف؛ افغان کډوال

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې ترکي چارواکي په دې هېواد کې له دېره افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې پرون د تلې په ۲۳مه خپور شو وايي، ترکي چارواکي له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي- ډبوي او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته شړي.

په بیان کې راغلي دي چې د ترکي سرتېري له خوا دا کډوال هومره سخت وهل شوي چې د ځینو هډوکي مات شوي دي.

بیان زیاتوي چې ترکي پوځيان افغان کډوال په لویو ډلو کې چې شمېر یې د پنځوسو او درې سوه کسانو ترمنځ دی، ایران ته شړي او پهځینو مواردو کې د کورنیو غړي له یوبل څخه بېلوي.

د هیومن رایټس واچ په بیان کې د دې ډلې د یوې څېړونکې بلقیس ویلي له قوله راغلي دي چې دا وايي، ترکي چارواکي له افغان کډوالوڅخه د مصوونیت لپاره د تېښتې او د سیاسي پناه د غوښتنې حق اخلي.

هیومن رایټس واچ د افغان کډوالو په اړه دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي چې ټاکل شوې د جرمني صدراعظم انګېلامېرکل نن ترکیې ته سفر وکړي او له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.

تمه ده چې مېرمن مېرکل به په دې کتنه کې ترکیه وهڅوي چې د افغان کډوالو جبري ستنول بند کړي، په ډله ییز ډول د هغو د اېستلو او په سرحد کې د افغان کډوالو د مخنیوي د تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړي.