قطر: لسګونه افغان فوټبالران او کورنۍ یې را رسیدلي

د فوټبال افغان ملي لوبډله

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، لسګونه افغان فوټبالران او د هغوی د کورنۍ غړي پرون له کابله قطر ته رسیدلي.

لولوة الخاطر په خپل ټوېټر لیکلي، په یوه پرواز کې د افغانستان د فوټبال د شااوخوا سل تنو لوبغاړو او د هغوی د کورنۍ غړي قطر ته وړل شوي.

په مسافرو کې ځینې د نیوزیلنډ اتباع هم شامل وو.

مېرمن لولوه زیاته کړې، دا اتم پرواز وو او په کې د نورو پروازونو پرتله ډېر مسافر یوړل شول.

هاخوا بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې په پرونیو کسانو کې د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د کورنۍ شل تنه غړي هم شامل وو.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا بهر ته د افغان لوبغاړو د ایستلو په برخه کې د قطر له حکومت سره په ګډه کار کړی دی.