د ماین پاکۍ یوه موسسه: لسو کلونو کې افغانستان له ماینونو پاکوو

ارشیف، پروان ولایت کې یو تن ماین پاک

د ماین پاکۍ یوه موسسه وايي، په لسو کلونو کې به افغانستان له ماینونو پاک کړي.

د هیلو موسسې ريیس جېمز کوان بریتانیايي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ماین پاکانو ته اجازه ورکړې چې ماینونه پاک کړي.

د ښاغلي کوان په وینا، سره له دې چې دا به لویه ادعا وي چې په لسو کلونو کې افغانستان له ماینونو په بشپړ ډول پاک شي، خو اوس چې طالبان واک په لاس کې لري دا امکان برابر شوی چې په افغانستان کې ماینونه په یوه لسیزه کې پاک شي.

په افغانستان کې ډېر شمېر ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له مهاله پاتې دي، خو طالبانو هم په وروستیو شلو کې ډېر ماینونه ایښي دي.

د هیلو موسسې مشر ښاغلی کوان اوس په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د ماینونو پر سروې او د هغو د پاکولو په اړه په خبرو بوخت دی.