د طالبانو له خبرداري وروسته د پاکستان «PIA» شرکت کابل ته الوتنې وځنډولې

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) الوتکه د کابل له هوايي ډګر نه د الوتنې پر مهال

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) نن وروسته له هغې کابل ته خپلې الوتنې وځنډولې چې طالبانو د دې پاکستاني شرکت او د کام ایر کورني شرکت ته خبرداری ورکړ چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د الوتنو د ټکټونو بیې دې د طالبانو تر واکمنۍ د مخکې مودې کچې ته راکمې کړي.

پي‌ای‌اې دا مهال یوازنی نړیوال شرکت دی چې کابل ته الوتنې کوي. د روېټرز خبري اژانس نن د پي‌ای‌اې د یو ویاند له خولې وویل کابل ته‌یې الوتنې د دې کبله ځنډولي چې طالب چارواکو "په خپله خوښه د اصولو د بدلولو" او د دوی "د کارکوونکو د ځورولو" په شمول "په چارو کې ډېره لاسوهنه" کوله.

پي‌ای‌اې د خپلو لوړو بیو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت وزارت د (PIA) او (Kam Air) خصوصي هوایي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې که د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ د الوتنو د ټکټونو اوسني قیمتونه پر کابل د طالبانو د واکمنېدو څخه د مخکې مودې کچې ته راټیټ نه‌کړي د دوی الوتنې به بندې کړي.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې ګڼو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې بندې کړې، د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خپلو الوتنو د ټکټونو بیه تر ۲،۵۰۰ ډالرو پورته کړه، په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د الوتنو د ټکټونو بیه د ۱۲۰ ډالرو څخه تر ۱۵۰ ډالرو پورې وه.

اسلام‌اباد ته له کابل څخه د هوا له لارې د سفر تقاضا وروسته له هغې نوره هم زیاته شوه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځمکې له لارې تګ راتګ کې د پاکستاني لورې له‌خوا خنډونه زیات شول.