د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست له یوه پلاوي سره ترکیې ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له یوه لوړ پوړي پلاوي سره نن پنجشنبه (د تلې ۲۲مه) ترکیې ته تللی.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي، بلال کریمي وویل چې دا سفر د ترکیې په یوه رسمي بلنه ترسره شوی دی.


هغه دا سفر هېله بښوونکی وباله: "د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د ترکیې په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی. دوی هلته په ترکیه کې پر سوداګریزو او ډپلوماتیکو اړیکو باندې حسنه خبرې کوي. همدا راز د ګډو ګټو او په راتلونکي کې پر نیکو اړیکو او په ځینو برخو کې چې اندېښنې شته د هغو پر حل بحث کوي."

تېره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل اندونیزیايي سیال سره په یوه لیدنه کې ویلي و چې په کابل کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست په داسې حال کې ترکیې په رسمي سفر تللی چې تر دې دمه د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.