چارواکي:که د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي انار به خوسا شي

د سپین بولدک ـ چمن دروازه

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا خبرداری ورکوي چې که د کندهار سپین بولدک ـ چمن دروازه د پر انارو بار لاریو پرمخ ژر پرا نه نیستل شي نو ډېر انار به خوسا شي او سوداګر به ډېر تاوان وکړي.

د فرانس پرېس په وینا ښاغلي بینا ویلي چې د دغې دروازې د تړل کېدو له امله پر انارو بار په سلګونو لارۍ له څو ورځو راهیسې د کرښې دې غاړې ته بندې پاتې دي.

هغه ویلي، تر اوسه یوازې څه کم پنځه زره ټنه انار بهر ته صادر شوي حال دا چې هر کال په دې موسم کې د څلویښت زره نه تر پنځوس زره ټنه انار پاکستان، هند او د خلیج یو شمېر هېوادونو ته صادرېدل.

ښاغلي بینا خبرداری ورکړ چې که په انارو بار لاریو ته ژر له کرښې د تیرېدو اجازه ورنه کړل شي نو به دغه انار یا خوسا شي او یا به یې کیفیت دومره خراب شي چې پلورل به یې ګران وي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د تازه میوو پرمخ د سپین بولدک ـ چمن دروازه تړل کېږي بلکې له دې مخکې هم ډېر ځلې دغه ستونزه تکرار شوې چې کله په جنوبي ولایتونو کې د میوو وخت رارسیدلی، دغه پوله تړل شوې او خلکو ته ډېر تاوانونه رسیدلي دي.