قطر: د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادولو لپاره لاره نه ښکاري

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادولو لپاره کومه څرګنده لاره نه ښکاري.

د افغانستان بانک د شااوخوا لس میلیارډه ډالرو شتمني له هېواده بهر په تېره بیا په متحدو ایالاتونو کې کنګل ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، په اوس وخت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د دوی لپاره لومړیتوب نه لري، خو له طالبانو سره د نړیوالو تعامل مهم دی.

قطر په وروستیو ورځو کې له لوېدیځو هېوادونو سره د طالبانو د خبرو کوربه و.