کابل کې د افغاني توکو یو څلور ورځنی نندارتون جوړیږي

ارشیف، عکس تزئيني بڼه لري.

ټاکل شوې د افغاني توکو یو څلور ورځنی نندارتون په کابل کې جوړ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ټاکل شوې د روان کال د لړم میاشتې له ۱۵ مې نېټې تر ۱۸ مې نېټې پورې د افغاني محصولاتو دا ملي نندارتون جوړ کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ملي او نړیوالو پروګرامونو مسول خالد ارین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې به متشبثین خپل محصولات لکه غالۍ، وچه مېوه، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه ډبرې نندارې ته وړاندې کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړنی سوداګریز نندارتون دی چې په افغانستان کې جوړېږي.