نن د اسراییلي، عربي اماراتو او امریکايي ډپلوماټانو غونډه ده

د اسراییل، عربي متحده اماراتو او امریکا ملي بیرغونه

نن د اسراییل، عربي متحده اماراتو او امریکا لوړپوړي ډپلوماټانو یوه درې اړخیزه غونډه ترسره کېږي.

تمه کېږي چې ایران د دوی د خبرو په سر کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د اسراییل او متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیرانو یایر لاپید او شیخ عبدالله بن زید النهیان سره خبرې وکړي.

له اسلامي هېوادونو سره د اسراییلو د اړیکو ټينګښت هم د دوی د خبرو په اجنډا کې شامل دی.

متحده عربي امارات، بحرین او مراکش لومړني عربي هېوادونه دي چې له څو لسیزو وروسته یې له اسراییلو سره ډپلوماټیکې اړیکې ټېنګې کړي دي.