ملګرو ملتونه: هره ورځ افغانستان سره د مرستو وخت پای ته رسېږي

ارشیف، یو شمېر خلکو سره مرسته شوي توکي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هره ورځ له افغانستان سره د مرستو وخت پای ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ پرون وویل چې د ژمي په را رسېدو په افغانستان کې په میلیونونو خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

بلوچ زیاتوي: "باید هېر نه شي چې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې تر ټولو ناوړه بشري بېړنی وضعیت پرې تېریږي. میلیونونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري. له درې نیم میلیونه څخه ډېر خلک د ناامنیو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي."

ښاغلي بلوڅ په کابل کې په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل، که په افغانستان کې اړو کسانو ته سمدستي او پر وخت مرستې ونه رسېږي نو پایلې به یې ناوړه وي.

ملګري ملتونه وايي، په پام کې لري په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې شپېته زره کسانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي و چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي یعنې شااوخوا اتلس میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.