د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د افغانستان په تړاو د جي شل فوق العاده سرمشریزه بریالۍ وبلله.
دراګي پرون د جي شل یا د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې وویل: "په ټوله کې، زه به دا غونډه بریالۍ وبولم ځکه زه باور لرم چې دا لومړی ځل دی چې مشرانو د افغانستان کړکېچ ته څو اړخیز ځواب ورکړی."
د جي شل په سرمشریزه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستان سره یو میلیارد یورو مرسته وشي.
که څه هم طالبانو د افغانستان له اړمنو خلکو سره له دې مرستې هرکلی کړی دی خو دا مرستې د هغوی د حکومت له لوري خلکو ته نه انتقالیږي.