هند: نړۍ دې نه پرېږدي چې افغانستان د ترورېزم په مرکز بدل شي

د هند صدراعظم ناریندرا مودي

د هند صدراعظم وايي، د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې نه دې پرېږدي افغانستان د افراطیت او ترورېزم په مرکز بدل شي.

ناریندرا مودي، تېره شپه په خپل یوه ټویټ کې ویلي، د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د ډلې یا جي شل په پرونۍ انلاین غونډه کې یې دا خبره وکړه.

ښاغلي مودي په خپل ټویټ کې ویلي، ده په عاجل ډول له ځنډ پرته افغانانو ته د بشري مرستو پر برابرولو او د ټول­ګډونه حکومت پر تشکیل ټینګار وکړ.

هند پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په افغانستان کې د ټرورېزم د پراختیا په باب په وار- وار خبرداری ورکړی دی.