افغانستان سره د نړیوالو مرستې د کومو ادارو له لارې لګول کېږي؟

ارشیف

د نړۍ د شلو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو ډلې یا جي شل جي-۲۰ په پرونۍ انلاین غونډه کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد یورو بشري مرستې ژمنه وکړه.

تر دې مخکې تېره میاشت په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په یوه کنفرانس کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستې ژمنه وشوه.

مرستندویو هېوادونو ویلي چې د بشرپالنې دغه مرستې به طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې په مستقیم ډول به په افغانستان کې اړو کسانو ته رسول کېږي.

د ازادي راډیو خبریال د پوهنتون له استاد عزت الله پېژاند څخه چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې له ادارې سره هم کار کړی، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د بشر پالنې هغه مالي مرسته چې نړیوالو یې له افغانستان سره ژمنه کړې، د کومو ادارو له طریقه لګول کېږي؟

دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه