اروپايي ټولنې افغانستان سره د یو میلیارد یورو په اندازه بشري مرستو ژمنه وکړه

ارشیف

د طالبانو د حکومت استازو د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د لومړي وار لپاره په داسې حال کې مخامخ خبرې وکړې چې دغې ټولنې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د څه باندې یو میلیارد یورو بشري مرستو ژمنه وکړه.

د طالبانو پر افراطي ډله نړیوال فشارونه زیات شوي چې اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او د دغو مرستو هدف د بشري بحران د لا پراختیا مخنیوی ګڼل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او ورسره ملګري پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې او نورو لویدیځو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په غونډه کې وویل: "د افغانستان د حکومت کمزوری کول د هېچا په ګټه نه دي، هرو مرو یې ناوړه اثرات پر نړۍ پرېوځي، هغه که د امنیت په برخه کې وي او که له افغانستان څخه د اقتصادي مهاجرینو د ورتلو په شکل کې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د بشري مرستو په اړه پرونۍ خبرې ګټورې وبللې.

له افغانستانه د امریکا د متحدو ایالاتونو د ټولو ځواکونو د وتلو په درشل کې د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه چې ورسره له افغانستان سره اکثریت مرستې بندې شوې او اوس د ژمي په درشل کې د خوراکي موادو بیې دوه برابره زیاتې شوي، دغه راز د بې کارۍ اندازه هم زیاته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس قطر کې د امریکا او طالب استازو خبرې ګټورې وبللې.

د نړۍ د شلو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو د ډلې یا جي شل (G20) په پرونۍ انلاین سرمشریزه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا، امنیتي اندېښنو او له دغه هېواده په خوندي ډول د لوېدیځ د افغان متحدانو د وتلو پر لارو چارو خبرې وشوې.

د پرونۍ سرمشریزې پر مهال اروپايي ټولنې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د ۷۰۰ میلیونه یورو عاجلو مرستو ژمنه وکړه چې هدف یې د هغه څه مخنیوی دی چې د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین یو لوی بشري، ټولنیز او اقتصادي زوال وباله.

د اروپايي ټولنې اجرایه څانګې بیا د ۳۰۰ میلیونه یورو بشري مرستو ژمنه کړې چې پر اساسي خدماتو او افغانانو ته د خوړو پر پیرلو به لګول کېږي چې په ټوله کې د دغو بشري مرستو اندازه یو میلیارد یورو ته ورسېده.

اروپايي کمېسیون هیله من دی، په دې بشري مرستې سره د افغانستان له ثبات سره همکاري وشي او پرې نه ښوول شي چې د ۲۰۱۵میلادي کال په څېر یو وار بیا اروپا ته د کډوالو جوپه مخه کړي.

د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د بشري مرستو د پروني اعلان هرکلی وکړ: "اسلامي امارت د دغو مرستو چې د افغانستان له خلکو سره کېږي او بلاعوضه وي هرکلی کوي. د روڼتیا په برخه کې بشپړ ډاډ ورکوو، تر هغه ځایه چې په اسلامي امارت پورې اړه لري، دغه مرستې به که خدای کول په بشپړه روڼتیا سره به اړو خلکو ته رسېږي."

طالب ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د بشري مرستو د اعلان هرکلی وکړ

هغو هېوادونو چې د بشري مرستو ژمنه کړې ویلي چې دغه مرستې به په مستقیم ډول طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د بشري مرستو د ادارو له لارې به اړو کسانو ته رسول کېږي.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې د جي شل ډلې د پرونۍ سرمشریزې کوربه و تر دې غونډې وروسته ویلي، برخه والو هېوادونو ملګرو ملتونو ته دنده وسپارله چې د افغانستان لپاره دغه بشري مرستې همږغې کړي.

د اروپايي شورا مشرې اورزلا وان دیرلین پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، که طالبان که غواړي دوامداره مرستې ترلاسه کړي لومړی باید د اروپايي ټولنې پنځه شرطونه ومني:

  • د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته درناوی، په ځانګړي د ښځو حقونو ته.
  • د ټرورېزم د خپرېدو مخنیوی.
  • د ټولنې له ټولو قشرونو سره د خبرو په نتیجه کې د یوه ټول­شموله او انتقالي حکومت جوړول.
  • خلکو ته د بشري مرستو رسول
  • او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو خوندي وتل چې ژوند یې په خطر کې دی.