دوه نیم زره افغانان له جرمني امریکا ته ولېږدول شول

له افغانستانه جرمني ته یو شمېر هغه ایستل شوي کسان چې امریکا ته د تګ په تمه دي

دوه نیم زره افغانان د جرمني له رامشتین پوځي اډې د شنبې له ورځې امریکا ته لېږدول شوي.

دا خبره د یادې اډې یوه ویاند ډي پي اې خبري اژانس ته کړې ده.

د هغه په خبره دا شمېر افغانان په نهو الوتکو کې امریکا ته انتقال شوي.

شپږ زره نور افغان کډوال هم د جرمني په رامشتین پوځي اډه کې په تمه دي چې امریکا ته یوړل شي.

جرمني او د اروپا ځيني نور هېوادونه په موقت ډول د لسګونه زره افغانانو کوربه‌توب کوي.

دا افغانان د امریکا او متحدینو په مټ لومړی درېیم هېواد او بیا له هغه ځایه د اداري پروسیجر تر بشپړېدو وروسته امریکا ته انتقالېږي.