قطر: د نړیوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل لومړیتوب کې نه‌دی

قطر کې د طالبانو یو پلاوی

د قطر یو لوړپوړی چارواکی وايي د نړیوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل په لومړیتوب کې نه‌دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني نن په دوحه کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي چې بشري مرستې، د نجونو تعلیم او له افغانستانه د مسافرو امن عبور لومړیتوب لري نه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل.

القحطاني چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شخړو د منځګړیتوب په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی استازی دی د افغانستان اړوند ګڼو مسئلو کې د قطر استازیتوب کوي.

اخوا د اروپايي ټولنې یوه پلاوي نن د طالبانو له استازو سره په قطر کې لیدلي دي.

قطر په افغانستان کې د بهرنیو د حضور تر پای ته رسېدو وروسته له افغانستان سره ډېره راشه درشه کوي.

دوحه چې کلونه کېږي د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی په تېر یوه کال کې یې د پخواني افغان حکومت او طالبانو د خبرو کوربه‌توب هم وکړ.