نامعلومو وسله والو جلال اباد کې یو مدني فعال وواژه

عبدالرحمن معاون

نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو مدني فعال په ډزو وواژه.

یوې ځایي روغتیایي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند چهل متره سیمه کې د عبدالرحمن معاون په نوم یو مدني فعال په ډزو وویشت چې له پېښې نیم ساعت وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

دغه پېښه چې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وشوه، عاملان یې له سیمې تښتیدلي او مسؤلیت هم تردې دمه چا نه دی منلی. په ننګرهار کې ځايي مسؤلانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

عبدالرحمن معاون د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی و چې له تېرې شااوخوا دوه لسیزو راهیسې په ننګرهار کې په مدني فعالیتونو بوخت و.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستبو کې په ننګرهار کې هدفي او مرموزې وژنې ډېرې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر د دې مدني فعال د قتل په غبرګون پر خپل ټویټر لیکلې چې هدفي بریدونه او عدالت ته نه لاسرسی دوام لري.